پېژندګلو
پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوټه د پښتو ژبي، ادب، کلتور او زده کړي د پرمختګ او ودې لپاره د تېرو پينځو لسيزو څخه په دوام داره توګه لګيا ده او کار کوي. اکېډمۍ په کال ۱۹۷۱ کښې په کوټه کښې کار پېل کړ او په رسمي توګه په کال ۱۹۷۳ کښې د سوسائټيز ايکټ ۱۸۶۰ لاندي رجسټر شوه.
ليد لوری
ماموريت
1. د پښتو د پخواني او کلاسيکي متنونو پلټنه، څېړنه او د چاپ چاري تر سره کول 2. د ژبي، کلتور، تاريخ ، تحقيق او تنقيد په حقله کتابونه چاپول
3. د علمي، ادبي، او تحقيقي ادارو، اکېډميانو، پوهنتونونو سره اړيکي جوړول او د هم کارۍ امکانات پلټل
4. د پښتو ژبي، ادب، تاريخ او کلتور سره اړه لرونکو موضوعاتو باندي بين المللي کانفرنسونه کول
5. دپښتو ژبي، کلتور، تاريخ ، تحقيق او تنقيد په حقله يوه ورځني سيمينارونه کول
6. د پښتو ژبي د زده کړي کورسونه ، د زدکړي دپاره دنوي اصولونه وضع کول
پيغام
- پښتو اکېډمۍ د ځائي، ملکي او بين المللي سويې سيمينارونو کړي دي. له کال ۲۰۱۵ څخه اکېډمۍ د نړۍ وال سيمينارونو لړۍ را پيل کړۀ
- لومړی سيمينار: پښتو ژبه او جهانيت: ستونزي او امکانات
- دويم نړۍ وال سيمينار: پښتو ژبه، ادب او کلتور: د نائين الېون وروسته
- درېيم نړۍ وال سيمينار: پښتو ادب د نيمي پېړۍ مزل: فکري او نظري رجحانات”