د پښتو اکېډمۍ کوټي د صدر سيد خېر محمد عارف پېغام د پښتو اکېډمۍ کوټي اول تاداؤ په ۱۹۷۱م مېلادي کال، د کوټي پر طوغي روډ باندي د کرايې په يوۀ چوباره کښي کښېښودل شو. په افتتاحي پروګرام کښي د آزادۍ ستر مبارز خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي هم ګډون درلود.که څه هم تر ډېره وخته پوري اکېډمۍ ورو ورو د خپل مزل په لوري روانه وه خو له ۲۰۱۳م مېلادي کال څخه تر دا وخته پوري چي پښتو اکېدمۍ کوم ګړندي ګامونه اوچت کړي دي نن د هغه په اساس د لر و بر پښتانۀ دا اکېډمۍ د پښتو ژبي،کلتور پښتو ادب او فولکلور د پرمختګ او تاريخ خوندي کولو دپاره يوۀ مهمه اداره بولي. د ګڼ شمېر پښتو کتابونو او قلمي نسخو د چاپولو سره سره اکېډمۍ د “ليکني” په نامۀ په کتابي شکل کښي يوه درې مياشتنۍ مجله هم په باقاعدګي سره چاپوي چي په هغه کښي و زنانو ته هم يوۀ برخه مختص ده. له دې سره څنګ پر څنګ د اکېډمۍ د پښتنو خوېندو دپاره ښه ډېر پروګرامونه ترتيب کړي دي او د پښتو د زده کړی په کلاسونو کښي هم د ښځينوو د ګډون دپاره ترتيبات نيولي دي. هم دا رنګه د پښتو د زدکړي دپاره د سهېلي پښتونخوا په بېلو بېلو سيمو کښي د کلاسونو اجرا شوې ده. پښتو اکېډمۍ کښي د پښتنو د کلتور ورځ ، د ژبو عالمي ورځ او دا ډول نوري قامي ورځي پر خپل وخت لمانځل کېږي چي په هغه کښي د ژوند سره اړه لرونکي د هري طبقې وګړي ګډون کوي. هم دغه رنګه د پښتو اکېډمۍ له خوا څخه هر کال په نړيواله کچه يو سېمينار جوړېږي دې سېمينار له د باندينو هېوادونه علاوه د لر و بر وطن څخه د پښتو ژبي نوموړي سکالران او ليکوال راغوښتل کېږي. له دې منورينو څخه د استفادې په نيت د سهېلي پښتونخوا له هري ضلعې څخه مقامي شاعران او ليکوال هم و دغه سېمينار ته راغوښتل کېږي. مطلب دا چي که له موږ سره پښتانۀ وروڼه د پښتو د پرمختګ په خاطر خپله اخلاقي مرسته جاري وساتي. نو انشا الله ډېر زر به پښتو اکېډمۍ کوټه د وطن د هغه لويو ادارو په صف کښي ودرېږي چي ټوله پښتونخوا به ورباندي وياړ کوي. نوم:سيد خېر محمد عارفدپلارنوم:سيد يار محمددزېږېدني نېټه: زدکړي: بي اېدنده/ کار: ريټائرډ ملازمچاپ/ناچاپ آثار:(1) د اتڼ نارې(2) ترين ترينو(3) زموږ غازيان وشهيدان(4) پښتو ژبه او ادبيات(5) د غاړو ادبي څېړنه (6) دېوالونه ويښ دي