دپښتو اکېډمۍ کوټي بنسټ په۱۹۷۱م ميلادي کال کي ايښوول شوی دی.دا يو غير سياسي،غير منافع بخش، علمي، تعليمي، ادبي او تحقيقي اداره ده چي د پښتو ژبي، ادب، کلتور او تاريخ د موجوده ذخيرې د خوندي کولو او وده ورکولو مهمه او بنيادي دنده په غاړه لري. د دندې د ترسره کولو دپاره اکېډمۍ پر بېلابېلو ډګرونو باندي دخپل وس او وسائلو په کچه لګيا ده هڅي کوي. په لومړي سر کي هغه ټول معياري ليکونه چي په لرغونې زمانه کي شوي دي لا چاپ نه دي د هغو د چاپ کولو او ژغورلو ذمه واري پوره کوي. په اوس مهاله دوره کي که څوک د څېړني يا کره کتني په عنوان کتاب وليکي يا وژباړي هغه معياري او له پښتونياتو سره اړوند وي نو اکېډمۍ يې په خپل مالي لګښت ور چاپ کوي، ورسره د پښتو ژبي دقلم کارو، څېړنکارو، تخليق کارو، او فنکارو تکنيکي او فکري روزنه کوي او د انعاماتو او ايوارډونو په ورکولو يې ډاډګيرنه هم کوي.
د ليکني په نامه يوه مجله لري چي په هره درې مياشتيزه ګڼه کي تحقيقي، تنقيدي او تخليقي ناچاپه معياري ليکونه چاپ کوي او د لوستونکو لاسونو ته يې رسوي. هغه زلمي او پېغلي چي د مورنۍ ژبي د ليک لوست له هنر څخه محرومه دي هغوته پښتو ليک لوست ورزده کوي.
دنړيوال او ځائي کانفرانسونو له لاري د لر او بر د پښتنو او د نړۍ د نورو ژبو د کلتوري او ادبي ادارو تر منځ د اړیکو د جوړولو او لا ټينګولو دپاره لار هواروي.
خپل تاريخ،جغرافيه او کلتور ته د نوي کهول د نزدې کولو دپاره اکېډمۍ د ځوانانو او په ځانګړې توګه د ماشومانو دپاره د ادب د زېږولو او د نوي ټکنالوژۍ له لاري د زړه وړونکو پروګرامونو د جوړولو کار هم په پام کي لري، په دې لړ کي د ښځينه ليکوالو علمي او تخليقي زيار ته هم په درنه سترګه ګوري