Scroll Top
پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوټه، میکانګي روډ مالي باغ

پېژندګلو

پښتو اکېډمۍ بلوچستان  کوټه د پښتو ژبي، ادب، کلتور او زده کړي د پرمختګ او ودې  لپاره د تېرو پينځو لسيزو څخه په دوام داره توګه لګيا ده او کار کوي. اکېډمۍ په  کال ۱۹۷۱  کښې په کوټه کښې کار پېل کړ او په رسمي توګه په کال ۱۹۷۳ کښې د سوسائټيز ايکټ    ۱۸۶۰ لاندي   رجسټر شوه.

ليد لوری

پښتو اکېډمۍ کوټه د يو داسي علمي، تحقيقي او ادبي چاپېريال جوړولو هڅۀ کوي چي پکښې د پښتو ژبي، ادب، کلتور او تاريخ د زده کړي او عمل امکانات روښانه شي او د نوي کهول علمي، ادبي او فني روزنه پکښې وشي او هغوی د يوې داسي ټولني په رغښت کښي فعال رول ولوبوي چي بنيادونه يې پر زغم،تخليقي اظهار ، وراشې ، کلتور او د ژبو پرتنوع ولاړ وي.

ماموريت

د پښتو اکيډمۍ بنيادي فعاليتونه:‏

‏1.‏ د پښتو  د پخواني او کلاسيکي متنونو پلټنه، څېړنه او د  چاپ  چاري تر سره کول 

‏2.‏  د ژبي، کلتور، تاريخ ، تحقيق او تنقيد په حقله کتابونه چاپول ‏

‏3.‏ د علمي، ادبي، او تحقيقي ادارو، اکېډميانو، پوهنتونونو سره اړيکي جوړول او  د  هم کارۍ  امکانات پلټل

‏4.‏د پښتو ژبي، ادب، تاريخ او کلتور سره  اړه لرونکو موضوعاتو باندي  بين المللي کانفرنسونه کول ‏

‏5.‏دپښتو  ژبي، کلتور، تاريخ ، تحقيق او تنقيد په حقله يوه ورځني سيمينارونه  کول ‏

‏6.‏د پښتو ژبي د زده کړي کورسونه ، د زدکړي دپاره دنوي اصولونه وضع کول

اوسنۍ غونډي
  • پښتو اکېډمۍ د ځائي، ملکي او بين المللي سويې سيمينارونو کړي دي. له کال ۲۰۱۵ څخه اکېډمۍ د نړۍ وال سيمينارونو لړۍ را پيل کړۀ
  • لومړی سيمينار: پښتو ژبه او جهانيت: ستونزي او امکانات
  • دويم نړۍ وال سيمينار: پښتو ژبه، ادب او کلتور: د نائين الېون وروسته
  • درېيم نړۍ وال سيمينار: پښتو ادب د نيمي پېړۍ مزل: فکري او نظري رجحانات”
دنړۍ وال سيمينار ونو ترڅنګ اکېډمۍ  د ژبي نړۍ واله ورځ،۲۱ فرورۍ او د پښتون کلتور نړۍ واله ورځ (۲۳ ستمبر) په دوامداره توګه لمانځي. له دې پرته  د سهيلي پښتونخوا د ادبي مشاهيرو د خذمتونو په وياړ او مننه، د کلتور او ژبي پر علمي موضوعاتو يې ګڼ شمېر سيمينارونه کړي دي.
21 feb event

21 FEBRUARY2021 – A ONE-DAY ACADEMIC CONFERENCE WAS HELD AT THE PASHTO ACADEMY ON THE OCCASION OF INTERNATIONAL MOTHER LANGUAGE…

د کلتور نړيواله ورځ

21 FEBRUARY2021 – A ONE-DAY ACADEMIC CONFERENCE WAS HELD AT THE PASHTO ACADEMY ON THE OCCASION OF INTERNATIONAL MOTHER LANGUAGE…

اسانتیاوې
کلاسونه

د پښتو ژبي ليک لوست او ادبياتو زدکړه۔

ناستې

بېلابېل غونډي اوسېمينارونه

کتابتون

د لوستونګو دپاره د کتابتون کتابونه۔

پښتو