Scroll Top
پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوټه، میکانګي روډ مالي باغ

زموږ په اړه

زموږ په اړه

 پښتو اکېډمۍ بلوچستان  کوټه د پښتو ژبي، ادب، کلتور او زده کړي د پرمختګ او ودې  لپاره د تېرو پينځو لسيزو څخه په دوام داره توګه لګيا ده او کار کوي. اکېډمۍ په  کال ۱۹۷۱  کښې په کوټه کښې کار پېل کړ او په رسمي توګه په کال ۱۹۷۳ کښې د سوسائټيز ايکټ    ۱۸۶۰ لاندي   رجسټر شوه.

په انتظامي تو ګه د اکېډمۍد کار انتظامي او مالي امور د مجلس عمومي لخوا د يوې ټاکل شوي پينځه لس کسيزه کميټۍ لخوا کيږې  چي ټاکنه يې د درو کلو لپاره کيږي. د اکېډمۍ ټول غړي په رضاکارانه توګه کار کوي. هر کال د اګست په مياشت کښې د مجلس عمومي ټول غړي  سره يو ځای کيږي، د کال کاکردګي رپورټ ورته  وړاندي کيږي، د تېرو کارونو تجزيه او  توثيق کيږي او د نوي هدفونو منظوري ورکول کيږي.

پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوټه

د اکېډمۍ د عمومي مرامونو او ټاکل شوي  هدفونو پوري  درسېدولو لپاره چي په مجلس عمومي کښې کومي پرېکړي کېږې و هغۀ  ته د عملي جامه اغوستلو لپاره د مجلس منتظمه پينځلس کسيزه کميټۍ د کار تعين او وېش کوي. د غه کار بيا د اکېډمۍ ملازمين مخ په وړاندي وړي.پر لاندينيو وظيفو باندي خلګ کار کوي.

 د مالي او انتظامي امورو لپاره   فنانس مينيجر

 لائبريرئين

 کمپوزر

 ډيزائنر   

 چوکيدار او نائب قاصد

بنيادي مقاصد

د پښتو ژبي او ادب د ودې او  پر مختګ لپاره کتابونه او رسالې چاپول، تر لوستونکو پوري يې رسول چي د ژبي د بقا او د ادب د ودې  امکانات  نور روشانه شي.

  1. د روزني، ښووني، علمي و ادبي مباحثو او وراشو (ډائلاګ)  د لاري   د نوي کهول روزنه کول چي هغوۍ  په نوي عصر کښې د خپل بشپړۀ تاريخي، ژبني، کلتوري او تهذيبي شناخت ادراک ولري،   خپله تخليقي او انساني وظيفه و پېژني او تر سره يې کړي.
  2. د علمي وراشو، او نړيوال او ملکي سويې د  سيمينارونه له لاري د پښتني سيمو د بېلابيلو ليکوالانو، څېړونکو او تخليق کارانو او د علمي او ادبي ټولنيو ،ادارو او پوهنتونونو تر منځ اړېکي او روابط پيداکول چي د پښتو ژبي او ادب  د پېش منظر په ټاکلو کښي ګټور ګامونه واخستل شي.      

 

 

ادارتي اډاڼه

د پښتو اکيډمۍ بنيادي فعاليتونه


  1. د پښتو ژبي، ادب، تاريخ او کلتور سره  اړه لرونکو موضوعاتو باندي  بين المللي کانفرنسونه کول
  2. دپښتو  ژبي، کلتور، تاريخ ، تحقيق او تنقيد په حقله يوه ورځني سيمينارونه  کول  
  3. د پښتو ژبي د زده کړي کورسونه ، د زدکړي دپار دنوي اصولونو په رڼا کښې  د نصاب  جوړول
  4. د پښتو  د پخواني او کلاسيکي متنونو پلټنه، څېړنه او د  چاپ  چاري تر سره کول
  5. د ژبي، کلتور، تاريخ ، تحقيق او تنقيد په حقله کتابونه چاپول
  6. د علمي، ادبي، او تحقيقي ادارو، اکېډميانو، پوهنتونونو سره اړيکي جوړول او  د  هم کارۍ  امکانات پلټل

مالي مرسته او لګښت

پښتو اکېډمۍ د بلوڅې او براهوي اکېډميانو په انډول د بلوچستان ايالت څخه هر کال مقرر کړل شوی ګرانټ اخلي او د پښتوژبي د علمي، ادبي او ژبني او تعليمي مرامونو لپاره ېې لګوي، اکېډمۍ د حکومت لخوا ا منل شويو اډټ فرمونو په مرسته هر کال خپل آډټ کوي او د پېپرا، او د ملک د مالي ادارو د پرېکړو او معيارونو مطابق خپل مالي امور سنجوي.

پښتو