Scroll Top
پښتو اکېډمۍ بلوچستان کوټه، میکانګي روډ مالي باغ

د فنانس سيکريټري پيغام

پښتو اکيډمۍ کوټۀ د سهيلي پښتونخوا  يوه مخوره ادبي،  علمي، او  تحقيقي اداره ده  چي  په تدريجي توګه يې د پښتو ژبي، ادب، کلتور او تاريخ په ډګر کښې ځانګړي کارونه او لاس ته راوړني کړي دي،  خصوصا په تيرو لسو کلونو کښې اکيډمۍ نويو منزلونو ته غاړۀ هسکه کړې ده، د نوي ودانۍ سره سره يې په اولس کښې په پراخه کچه نوم او کار ځلانده شوی دی. د درو بين المللي سيمينارونه تر سنګ يې هر کال د مورنيو ژبو ورځ لمانځلې ده، او د کال ۲۰۱۵ څخه يې هر کال د پښتون کلتور ورځ هم لمانځلې ده، په هم دې لنډه ګنډۀ موده کېښې يې  تر پينځوس زيات  کتابونه چاپ کړي دي.

 د سيمينارونو، کانفرنسونو، علمي و ادبي ورشو او د پښتو ژبي د زدهکړي د کوروسونو دغۀ ټول کارونه د اکيډمۍ د غښتلو غړو په زيار او  کړاؤنو امکان درلودلی دی. شاهد دا به  تر ټولو نيک مرغۀ خبره وي چي د پښتو اکيډمۍ سره کار کونکي تر ټولو فعاله غړي خصوصا د مجلس عامله ملګري بې د څه مالي ګټي  هره ورځ د خپلو قيمتي شيبو څخه بلها ډېر وخت و پښتو اکيډمۍ ته مفت ورکوي، عن تر دې چي د اکيډمۍ پوري د تلو راتلو  مالي لګښت  هم پر خپله غاړۀ اخلي.

د هم دې غښتلو ملګرو  په سوب  دا مکان پيدا شوی دی چي اکيډمۍ دي د خپل کار معيار  نور اوچت کړې شي او تر ډېرو پښتنو پوري يې ورسوي. په دې لړ کښې د اکيډمۍ جوړه شوې ورځ پاڼۀ هم زما د دې دعوې عملي ثبوت وړاندي کوي چي  پښتو اکيډمۍ  د ځوانانو د روزني لپاره د پښتو ژبي د زدهکړي کورسونه پيل کړي دي،  د دې سره يې د په اولسي سويه  علمي، ادبي او فکري  ورشه پيل کړې ده، چي  په هره ونۍ کښې يې يو پروګرام په اکيډمۍ کښې کيږي. له هم سره سره اکيډمۍ  پر علمي موضوعاتو د پروژو (پروجيکټس) پيل کولو لپاره بنيادي فريم ورک جوړ کړی دی، او دا امکان شته چي ډېر ژر به پر علمي او ادبي موضوعاتو تحقيقي کارونه پيل شي. د لوستو هلکوانو او انجونو د علمي تندي او د پښتوژبي ،ادب او تاريخ سره د تړلو په موخه ، اکيډمۍ د کوئيز پروګرامونو مقابلې ايښې دي.

په اداره جاتي توګه اکيډمۍ دا وخت د ګڼ شمير علمي ،ادبي او تحيقي ادارو سره اړېکي لري او په سلګونو پښتانه او غير پښتانه ليکوالان او اديبان د اکيډمۍ سره په اړېکه کښې دي، د علمي او ادبي کار د لا فعاله کولو لپاره چي کوم انتظامي او مالي نظام پکار وي، اکيډمۍ په دې توانيدلې ده چي داسي انتظامي اور مالي څانګي جوړي کړي چي د کار د معيار او پراختيا لپاره امکانات نور  هم اوچت کړې شي 

نوم: ډاکټر برکت شاه کاکړ
دپلارنوم: ارواښاد عبدالجبار
زدکړي: پي ايچ ډي
دنده/ کار: ښوونکی پروفېسر
تحقيقي مقالې: (2) پي ايچ ډي مقاله: دپښتونولۍ په رغښت کي دامن دامکاناتو تکل(3) ايډيټر: تحقيقي جرنل عمل پيماه(4) ايډيټر:عکس العمل(5) اډيټر: تحقيقي جرنل تکتو
پښتو